پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کافا سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبالرانو وروستی نوملړ اعلان شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته د بلل شويو ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې ویلي، فیصل‌احمد حمیدي، عیسی عزيزي او کیوان متقیان د ګول‌ساتونکو په توګه او شریف محمد، الیاس منصور، محبوب حنیفي، روح‌الله اقبال‌زاده، عمید ارزو، سیدعارف اکبر او توماس صفري د مدافعینو په توګه ملي لوبډلې ته بلل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، یما شېرزاد، علي‌رضا پناهي، محمدنعیم رحیمي او سیدمرتضی فاطمي به د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ملي لوبډلې د هاف‌بک په توګه برخه ولري. خبرپاڼه کې راغلي چې توفي سکندري، مصور احدي، قمرالدین مازیار کوهیار، حسین زماني، امید موسوي، حبیب‌الله هوتک او بلال ارزو به په دغو سیالیو کې د بریدګرو په توګه برخه واخلي. د یادونې ده، د افغانستان ملي لوبډله په کافا سیالیو کې په B ګروپ کې د ایران، هند او تاجیکستان له ملي ټیمونو سره یوځای ده. د هېواد ملي لوبډله به د روانې اونۍ د جمعې ورځ د ماسپښین په ۴:۳۰ بجو د ایران له ملي لوبډلې سره ولوبېږي او وروسته له هغه به په ترتیب له تاجيکستان او هند سره سیالۍ ولري.

- Advertisment -spot_img