د اسرائیلو د پوځ مشر ایال زامیر په غزه کې د اوربند ملاتړ کړی او د غزې د اشغال هڅه یې د بنديانو ژوند ته ګواښ بللی دی. ایال زامیر د حیفا له یوې سمندري اډې څخه د لیدلو پر مهال ویلي، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکاف له لوري د وړاندیز شوې هوکړې لپاره چوکاټ شته، خو دا پرېکړه اوس په دولت او نتنیاهو پورې اړه لري. د اسرائیلو دغه پوځي مشر د غزې اشغال ته په اشارې ویلي، دا ډول هڅې کولی شي د بندیانو ژوند له خطر سره مخ کړي. د اسرائیلو لوی درستیز دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې پوځ د غزې ښار د اشغال لپاره هوايي او ځمکني عملیات نور هم چټک کړي دي



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)