دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني له پاکستانه د څه باندې ۲ زرو افغانانو د اېستلو لړۍ بېرته پیلوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا پرېکړه له څو میاشتو ځنډ وروسته په جرمني کې د محدودیتونو او حقوقي قضیو له امله شوې ده. د راپورونو له مخې، په دغه بهیر کې هغه کسان شامل دي چې د طالبانو د غچ اخیستنې یا له ګواښ سره مخ دي. سرچینې زیاتوي، یوازې هغه افغانان چې قضیې په محکمو کې بریالۍ وې یا یې په رسمي توګه جرمني ته د تګ اجازه ترلاسه کړې، د لېږد پر شرایطو برابر دي. دغه راز، دا کسان باید جرمني ته له ننوتلو وړاندې له امنیتي پړاوونو هم ووځي، ورته مهال، له پاکستانه د وتلو جواز اړین دی او پاکستان دغو کسانو ته د سپټمبر تر لومړۍ وخت ورکړی، چې د دغه هېواد له خاورې ووځي.

- Advertisment -spot_img