په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له خلکو غوښتي، چې د بشري مرستو ترلاسه کولو پرمهال د پیسو، مرستو یا نامناسب چلند لپاره د هر ډول غوښتنو راپور ورکړي او ټینګار یې کړی چې دا خدمات تل وړیا دي او د خلکو قانوني حق دی. د یوناما دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې بشري او پرمختیایي مرستې، په شمول د خوړو، سرپناه، روغتیایي خدماتو، تعلیم او نورو ملاتړ، پرته له کوم شرط څخه چمتو کېږي او هېڅوک حق نه لري چې د دې مرستو په بدل کې له ترلاسه کوونکو څخه پیسې یا مرستې وغواړي. یوناما زیاته کړه، چې د ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي استحصال مخنیوي لپاره یوه شبکه رامنځته شوې ترڅو د ترلاسه کوونکو وقار او خوندیتوب خوندي کړي. مرستندویه ادارې مکلفې دي، چې خپل خدمات په درناوي، عدالت او مهربانۍ سره وړاندې کړي او باید له خلکو څخه نامناسبې غوښتنې ونه کړي، هغوی ته ګواښ ونه کړي یا له هغوی سره بې احترامي ونه کړي. دفتر له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناوړې ګټې اخیستنې راپور په محرم ډول یوناما ته ورکړي. اتباع کولی شي د ۴۱۰ تلیفون لاین یا په سیمهییزو ادارو کې د باوري کارکوونکو له لارې معلومات چمتو کړي. یوناما او د هغې شریکان هدف لري چې ډاډ ترلاسه کړي، بشري مرستې په شفاف، عادلانه او باعزته ډول وړاندې کېږي. د راپور ورکولو سیسټم رامنځته کول او د خدماتو چمتو کوونکو د چلند څارنه د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوي او په بشري مرستو باندې د خلکو باور زیاتولو هڅو یوه برخه ده.



