دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: ډېر ژر به د غزې جګړه پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې، چې د غزې جګړه به تر راتلونکو دوه ـ درې اوونیو پای ته ورسېږي. ټرمپ تېره ورځ د سویلي کوریا ولسمشر لي‌جې میونګ سره د لیدنې پر مهال ویلي، فکر کوي نړۍ به تر راتلونکو دوه یا درې اوونیو غزه کې یو نسبتاً ښه او قاطع پای وویني. هغه وویل: «غزه کې د نږدې دوه کلنې شخړې پای ته رسولو لپاره جدي “ډیپلوماتیک فشار” روان دی.» د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم د غزې جګړې پای ته رسولو په اړه خبرې کړي، خو نه یوازې جګړه نه ده ختمه شوې، بلکې نور هم خونړۍ او پراخه شوې ده. د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال دي چې اسرائیلو کې دننه پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د لنډمهاله اوربند د منلو لپاره فشار زیات شوی دی. د یادونې ده چې غزه کې د اسرائیل له لوري د ملکي وګړو، خبریالانو او ډاکټرانو د وژلو، بمباریو او قحطۍ پراخېدو پر وړاندې نړیوالې نیوکې مخ په زیاتېدو دي. طالبانو هم تېره ورځ یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د اسرائیل جنايتونه او ټول‌وژنې په کلکه وغندلې. ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، که غزه کې جګړه ونه‌ درول شي او بشري مرستې ډاډمنې لارې ونه‌لري، نو د ملکي تلفاتو شمېر به لا پسې ډېر شي.

- Advertisment -spot_img