د اسپانیا د هواپېژندنې ادارې(AEMET) اعلان کړی، چې د روانې اګست میاشت کې دغه هېواد د تاریخ له ټولو سختې تودوخې څپه تجربه کوي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د اګست له ۳مې څخه تر ۱۸مې پورې د تودوخې اوسطه کچه د عادي حد په پرتله ۴.۶ درجې سانتي ګراد لوړه وه، چې د ۲۰۲۲ م کال د جولای پخوانی ریکارډ یې مات کړ. چارواکو ويلي چې په شمالي او لوېدیځو سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله پراخې اورلګیدنې رامنځته شوي او سلګونه اور وژونکي د اور د کنټرول لپاره هڅې کوي. ځینې کلي او مېشتځایونه تخلیه شوي او د کرنې سیمې د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي. کارپوهان وایي چې د تودوخې دغه بېساری زیاتوالی د اقلیم بدلون ښکاره نښه ده او که جدي اقدامات ونهشي، نو اسپانیا او د مدیترانې نور هېوادونه به د راتلونکو کلونو په اوږدو کې له ورته شدیدو ګرميو سره مخ شي. روغتیايي چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له اړتیا پرته له کوره ونهوځي، کافي اوبه وڅښي او د تودوخې له مستقیم تماس څخه ځان وساتي.



