د طالبانو تر ولکې لاندې د غزني د امنیې قوماندانۍ مسئولینو ویلي، په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، خالد سرحدي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده. د مسئولینو پر وینا یوه بله ترافیکي پېښه چې «آب بند» ولسوالۍ کې رامنځته شوې له امله يې دوې ښځې ټپیانې دي. د دغو ترافیکي پېښو لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده. په وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي. بلخوا طالب چارواکو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري. د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند بایلي.



