جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند: سوداګریزو فشارونو ته نه تسلیمېږو، ملي ګټې مو سره کرښه ده

د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جې شنکر ویلي، چې له واشنګټن سره د سوداګرۍ خبرې اترې روانې دي، خو داسې “سرې کرښې” شته چې نوی ډهلی یې باید وساتي او دفاع ترې وکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې یوازې څو ورځې پاتې دي څو د امریکا لخوا پر هندي توکو اضافي تعرفې نافذې شي. د راپور له مخې، امریکایي چارواکو د هند پر ځینو صادراتي توکو تر ۵۰ سلنې پورې تعرفې وضع کړي دي. دا تعرفې د دې لپاره لګول شوي چې هند په پراخه کچه له روسیې څخه د تېلو پېر زیات کړی دی. له دې تعرفو څخه ۲۵ سلنه یې تر دې دمه نافذه شوي او پاتې ۲۵ سلنه به د اګست په ۲۷مه نافذه شي. اوس تازه راپورونه وایي چې د امریکا د سوداګرۍ پلاوي پلان شوی سفر چې د اګست له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې باید نوې ډهلي ته ترسره شوی وای، لغوه شوی دی. د دې سفر لغوه کېدو سره هغه هیلې هم له منځه ولاړې چې ګواکي کېدای شي امریکا دا تعرفې وځنډوي یا یې کچه راکمه کړي. د هند د بهرنیو چارو وزیر،اس.جې. شنکر، د نوې ډهلي په یوه اقتصادي غونډه کې ویلي: “موږ د خبرو اترو لپاره چمتو یو، خو داسې کرښې شته چې باید وساتل شي. موږ به د خپلو بزګرانو او کوچنیو تولیدوونکو ګټې وساتو او دفاع به یې وکړو.” هند له دې وړاندې ویلي چې د انرژۍ ملي امنیت او د خپل اقتصاد اړتياوې باید د نړیوالو فشارونو قرباني نه شي. د هند د چارواکو پر وینا، د تېلو ارزانه سرچینې لپاره روسیې ته مخ اړول، د هېواد یو اقتصادي ضرورت دی. د رویترز د راپور له مخې، دا وضعیت ښيي چې د هند او امریکا ترمنځ سوداګریزې اړیکې له جدي فشار سره مخ دي، که څه هم دواړه هېوادونه د ستراتیژیکو شریکانو په توګه ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img