د اوبو په چارو کې د ایران انرژۍ وزارت مرستیال، محمد جوانبخت، تازه ويلي، چې د هلمند له سینده د خپل هېواد د حقآبې ترلاسه کولو هڅې به د راتلونکي اوبهییز کال په ترڅ کې لا زیاتې شي. نوموړي له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې روان اوبهییز کال د شدیدې وچکالۍ او کمو اورښتونو له امله بېساری و او د همدې لاملونو له مخې، ایران ته یوازې نږدې ۱۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه له هلمند سینده رسېدلي، حال دا چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د اوبو د وېش له معاهدې سره سم، افغانستان باید هر کال ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته وسپاري. ایران تل له افغانستانه غواړي چې د یادې معاهدې له مخې خپلې ژمنې پوره کړي. د دوی په باور، د اوبو نهرسېدل نه یوازې یوه تخنیکي یا اقلیمي مسئله ده، بلکې د خلکو د ژوند، کرنې، اقتصاد او د طبیعي سرچینو د خوندیتوب له پلوه یوه حیاتي موضوع ده. له همدې امله، تهران ټینګار کوي، چې د معاهدې تطبیق باید د کوم شرط یا استثنا پرته عملي شي. خو افغانستان بیا وایي چې د وروستیو کلونو پرلهپسې وچکالۍ، د اوبو سرچینو کمښت او د اقلیمي بدلون له امله، هېواد د شدیدو طبیعي ننګونو سره مخ دی. افغان مقامات زیاتوي، چې دوی د یادې معاهدې اصولو ته ژمن دي، خو باید د تطبیق لپاره یې واقعي شرایطو ته هم پام وشي. د اوبو تنظیم ته کافي تخنیکي امکانات او زیربناوې نهلرل، د معاهدې د بشپړ تطبیق مخه نیسي او افغانستان باید لومړی خپلې داخلي اړتیاوو او د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي. همدا راز، افغان لوری ټینګار کوي، چې د اوبو شفاف مدیریت، د وضعیت تخنیکي ارزونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یاور فضا رامنځته کول د مسئلې د حل یوازینۍ لار ده. له سیاسي فشارونو پرته، یو معقول او مشارکتي میکانېزم کولی شي دواړو خواوو ته د منلو وړ حل وړاندې کړي. د هلمند د اوبو پر سر شخړه نوې نه ده، بلکې یو اوږدمهاله، څو بُعدي او حساس بحث دی، چې حقوقي، سیاسي، طبیعي او انساني اړخونه لري. د دې ستونزې د حل لپاره اړتیا ده چې دواړه هېوادونه، د همکارۍ، تخنیکي تبادلې او متقابل درناوي پر بنسټ، داسې حللارې ولټوي، چې هم د معاهدې روحيې ته وفادار وي او هم د موجوده طبیعي شرایطو انعکاس ورکړي، تر څو دا حساس او ژور بحث، له تشنج پرته، د خبرو او تعامل له لارې یوه عادلانه پایله ومومي.



