کولمبیا کې د دوو بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان دي. رویټرز اژانس نن جمعه راپور ورکړی، چې د لومړي برید پرمهال د کولمبیا په درېیم ډېر نفوس لرونکي ښار کالي کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوه. راپور کې ویل شوي چې دغه برید د هوایي ځواک یوې اډې ته نږدې شوی او شپږ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. راپور کې ویل شوي چې د دویم برید پرمهال د کولمبیا د پوځ یوه بلیک هاک UH-60 چورلکه چې عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، ویشتل شوې او له امله یې ۱۲ امنیتي کسان وژل شوي. د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ویلي، دغه بریدونه د پخواني انقلابي وسلهوالو ځواکونو «فارک» ډلې له لوري ترسره شوي دي.



