د اسراییل دفاعي ځواکونه، د خپلو ځواکونو د کمښت جبران لپاره پلان لري چې د بهر مېشتو یهودانو د جذب هڅې زیاتې کړي. د جیرو سلیم پوست د راپور او د اسراییلو پوځي راډیو د معلوماتو پر اساس، اوس مهال د اسراییل پوځ د ۱۰،۰۰۰ تر ۱۲،۰۰۰ پورې سرتېرو کمښت سره مخ دی، چې د ځوانانو د جذب کمښت او د الټرا ارتودوکس ټولنې له لوري د عسکرو نه ګډون هم په دې کې رول لري. د راپور له مخې، د جذب دغه پروګرام د اسرائیلو پوځ د اوږدمهاله ستراتیژۍ یوه برخه ده، ترڅو د کور دننه او بهر ځوانان وهڅوي، چې په پوځ کې شامل شي او د ملي امنیت د اړتیاوو پوره کولو لپاره مرسته وکړي. په تېرو ۲۳ میاشتو کې د غزې په جګړه کې د اسراییلي پوځ د اوږده حضور له امله، ګڼ شمېر سرتېري یا ستومانه شوي او یا یې دنده پرې ایښې. د دې کمښت د جبران لپاره، اوس پلان دی چې د ۱۸ څخه تر ۲۵ کلونو پورې ځوانان له بهر مېشتو یهودي ټولنو، په ځانګړې توګه له فرانسې او امریکا، راجذب کړي. د پلان له مخې، په بیړنۍ توګه له ۶۰۰ تر ٧٠٠ اضافي سرتېرو جذب ته اړتیا لري. د دې اقدام موخه د پوځ د خالي بستونو ډکول، د جګړو پر مهال د فشار کمول او د پوځ د وړتیا ساتل دي. د اسراییل دفاعي ځواکونه تمه لري چې د بهر مېشتو یهودانو له جذب سره به د پوځ د کمښت ستونزه یو څه حل شي.



