د کرېکټ نړيوالې شورا د یو ورځنيو لوبو په تازه اعلان کړې درجه بندۍ کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دوه پياوړي لوبغاړي عظمتالله عمرزی او محمدنبي عیسیخېل د غوره الراونډرانو په لېست کې لاهم لومړی او دویم ځای ساتلی دی. د کرېکټ نړيوالې شورا(ایسيسي) په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرېکټ دوه پياوړي لوبغاړي عظمتالله عمرزی او محمدنبي عیسیخېل د نړۍ په کچه غوره الراونډرانو په نوملړ کې لومړی او دویم ځای ساتلی دی. د کرېکټ د نړیوالې شورا لخوا د ورکړلشویو معلوماتو پر بنسټ، عظمتالله عمرزی د ۲۹۶ امتیازونو په لرلو سره لومړۍ او محمدنبي د ۲۹۲ امتیازونو په لرلو سره دویم ځای خپل کړی دی. له دې سره د زمبابوې لوبغاړی سکندر رضا د ۲۹۰ امتیازونو په لرلو سره درېيم ځای خپل لري. له دې دوو افغان لوبغاړو سربېره د افغانستان بل پیاوړی لوبغاړی راشد خان د یو ورځينو نړیوالو سیالیو د غوره توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې پنځم مقام خپل کړی دی. باید وویل شي چې تر عمرزي وړاندې د نړۍ په کچه په پنځوس اووریزو لوبو کې لومړی الراونډر افغان لوبغاړی محمدنبي و، خو عمرزي پرله پسې غوره ځلېدلو سره دا مقام په خپل نوم کړ. د یادولو ده، چې دواړو افغان لوبغاړو په غبرګولي میاشت کې دغه مقامونه ترلاسه کړي.



