نن د اګست ١٩مه د بشرپالنې نړيواله ورځ ده، یوه ورځ چې په ټوله نړۍ کې د مرستې رسوونکو کارکوونکو هڅې ستایل کېږي او د هغو کسانو یاد تازه کېږي، چې د انسانانو د ژغورنې او مرستې په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی. دا ورځ په ۲۰۰۸ م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا رسمي اعلان شوه او له هغه وخت راهیسې هر کال نمانځل کېږي. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې افغانستان نن د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر بل هر وخت زیات د بشرپالنې مرستو ته اړتیا لري. د جګړو، بېثباتۍ، اقتصادي ستونزو او د طبیعي پېښو له امله میلیونونه افغانان له بشري کړاوونو سره مخ دي. دا ستونزې د کډوالو د اجباري ستنېدو له امله څو برابره ډېرې شوې. زرګونه کورنۍ له ایران او پاکستانه په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستنې شوي، خو د سرپناه، خوړو، روغتیايي خدمتونو او کار له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي. ملګري ملتونه وايي، د دوی ټول فعالیتونه د څلورو بنسټیزو اصولو پر مټ ترسره کېږي: انسانیت، بېطرفي، بېپلوي او خپلواکي. د ملګرو ملتونو پر وینا، انسانیت د بشرپالنې د کارونو اساس جوړوي، چې هدف یې د انسان ژوند ژغورل، د کړاوونو کمول او د کرامت درناوی دی. بېطرفي په دې مانا ده، چې د مرستې رسوونکې ادارې په شخړو کې د هېڅ یوې ډلې ملاتړ نه کوي او دواړو اړخونو ته په مساوي ډول لاسرسی لري. د بېپلوۍ اصل وایي، چې مرستې یوازې د اړتیا پر بنسټ وېشل کېږي، نه د قوم، مذهب، جنسیت یا سیاسي نظر پر اساس. خپلواکي بیا تضمینوي، چې د مرستې موسسې باید له سیاسي، پوځي او اقتصادي اجنډاوو جلا پاتې شي، څو د اړمنو خلکو ژوند ته په رښتینې بڼه د مرستې لاس ورسېږي. ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د بشرپالنې اصول یوازې د یوې ورځې شعار نه دی، بلکې باید د هر مرستندوي فعالیت اساس وي، خو د افغانستان د اوسني وضعیت او د کډوالو د بېرته ستنېدو له امله د مرستو اړتیا بیخي جدي شوې ده. که نړیواله ټولنه ژر اقدام ونه کړي، د میلیونونو افغانانو ژوند به له جدي ګواښ سره مخامخ شي. د بشرپالنې نړيوالې ورځې پیغام دا دی، چې نړۍ باید د هغو هېوادونو ترڅنګ ودرېږي، چې له کړاوونو سره مخ دي، لکه افغانستان او اجازه ورکړي چې د مرستې رښتینی لاس د اړمنو خلکو ژوند ته ورسېږي.



