د کویټ د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد کې په ناقانونه توګه تولیدشویو شرابو د څښلو له امله په وروستیو ورځو کې ۲۳ تنه مړه شوي، او دوی هغه ۶۷ کسان یې نیولي چې د کورني الکولي مشروباتو یا «شرابو» په جوړولو تورن وو. یاد وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې له دې وروسته یې د عملیاتو پرمهال ۶۷ کسان د ناقانونه شرابو د تولید او خرڅوونکو په تور نیولي او همداراز یې نږدې لس د شرابو د تولید کارخونې یې تړلي دي. دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ پر اېکس پاڼه ولیکل، چې په صنعتي استوګنځایونو کې یې د شرابو جوړولو شپږ کارخونې تړلې او څلور نورې یې موندلې دي. کویټ حکومت د الکولي مشروباتو واردول یا کورني تولید منع کړی، خو ځینې یې په غیرقانوني ډول په پټو ځایونو کې تولیدوي، چې د خوندیتوب معیارونه نه لري، چې مصرف کوونکي یې ډېر کله له دا ډول حالت سره مخ کېږي. باید وویل شي، دا لومړی ځل دی چې په کویټ په دومره لویه کچه د شرابو له امله خلک مري. کویټ د منځني ختيځ هېواد دی، چې سعودي عربستان، بحرین، عربي امارات او عراق سره ځمکنۍ پولې لري.



