دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړیوالو بازارونو د یو بل هوايي دهلېز تړون لاسلیک شوي 

د طالبانو تر ولکې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې نړیوالو بازارونو یې ته د هوا له لارې د صادراتي توکو په لېږد کې د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو په موخه له «بهارمومند کارګو» شرکت سره هوکړه کړې ده. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا تفاهم‌لیک د طالبانو د سوداګرۍ د معین، مولوي احمدالله زاهد په شتون کې د سوداګرۍ چارو لوی رییس، ملا جنت ګل اخند او پانګونې خونې لومړي مرستیال، یونس مومند او یاد شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.  په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د یاد تفاهم‌لیک له مخې، د «بهارمومند هوایي کارګو» شرکت مکلف دی چې په هېواد کې د نورو هوایي کارګو شرکتونو په پرتله د صادراتي توکو د لېږد او اړوندو خدمتونو په برخه کې په ارزانه بیه اسانتیاوې برابرې کړي.” د صنعت او سوداګرۍ وزارت یاد تفاهم‌لیک د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره ارزښتمن بللی او ویلي یې دي چې د صادراتو د زیاتوالي له لارې به د هېواد کورني تولیدات نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.  سرچینې همداراز ویلي چې «بهارمومند هوايي کارګو» شرکت به په لومړیو کې د هوا له لارې د افغاني صادراتي توکو انتقال چین، هند، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته پیل کړي. وايي له دې سره به د افغانستان د صادراتو کچه په څرګند ډول لوړه شي او هېواد ته به اقتصادي فرصتونه زیات شي.

- Advertisment -spot_img