پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اوکراین لانجمنه مسئله؛ د زېلینسکي په شمول د اروپایي ټولنې مشران واشنګټن ته تللي

د اوکراین ولسمشر ولادمير زېلینسکي د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته تللی، څو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. دا سفر وروسته له هغې کېږي چې د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې د ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ غونډه بې له کومې هوکړې پای ته ورسېده. د الاسکا په غونډه کې دواړو مشرانو د اوکراین د جګړې پر سر خبرې وکړې، خو هیڅ رسمي هوکړه ونشوه. راپورونه وایي پوتین غوښتل چې اوکراین د دونباس سیمې تسلیم کړي او په کریمیا کې د روسیې واک ومني، خو دا وړاندیز د اوکراین او اروپایي متحدینو له سخت مخالفت سره مخ شو. ټرمپ بیا ټینګار وکړ چې د اوربند پر ځای باید دایمي سوله رامنځته شي. د امریکا ځانګړي استازي ویلي، پوتین منلې ده چې لوېدیځ هېوادونه کولای شي اوکراین ته د ناتو د پنځمې مادې په څېر امنیتي تضمینونه وړاندې کړي. دا یوه مهمه موضوع بلل کېږي چې ښایي د خبرو بنسټ وګرځي. زېلینسکي د اګست په ۱۸مه واشنګټن ته ورسېد. هغه څرګنده کړې چې غواړي جګړه “چټکه او معتبره” پای ته ورسېږي. زېلینسکي ټینګار کړی چې هر ډول سوله باید دایمي وي او د اوکراین د خاورې بشپړتیا وساتي. د دې خبرو د اهمیت له امله یو شمېر اروپایي مشران هم واشنګټن ته ورغلي دي. په دې ډله کې د اروپایي ټولنې مشره، د ناټو عمومي منشي، د فرانسې ولسمشر، د جرمني لومړی وزیر، د بریتانیا لومړی وزیر، د ایټالیا لومړۍ وزیره او د فنلنډ ولسمشر شامل دي. دوی غواړي یو ګډ دریځ وړاندې کړي او ټینګار وکړي چې هر ډول موافقه باید د اوکراین د ملي حاکمیت او خپلواکۍ په چوکاټ کې وي. ټرمپ د سولې لپاره دوه لوی شرطونه وړاندې کړي: د اوکراین د ناتو غړیتوب پرېښودل او په کریمیا کې د روسیې واک په رسمیت پېژندل، خو اروپایي مشران او د اوکراین مشرتابه دا وړاندیزونه نه مني او وایي چې د اوکراین خاوره نه شي تسلیمېدلی.

- Advertisment -spot_img