دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران ٢ میلیونه نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، د دوی د پلان له مخې شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه افغان اتباع په عزت او درناوي سره خپل هېواد ته راستانه شي. د ایران د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په مشهد کې خبریالانو ته ویلي: لومړی ګام دا دی چې شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه افغان اتباع بېرته راستانه شي چې پرته له قانوني اسنادو هېواد ته ننوتي دي. د هغه په وینا، “اوس مهال، په ایران کې له شپږ میلیونه څخه ډېر افغان اتباع شتون لري او دا طبیعي ده چې د دې نفوس اداره کول جدي ملي او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.” هغه روښانه کړه چې دا مسئله د کډوالو ضد معنی نه لري، ځکه چې هر هېواد د بهرنیو اتباعو په اړه خپل قوانین او مقررات لري. د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د ملي کډوالو سازمان د مشر په شتون کې به په دې مسئله کې اړینې څېړنې ترسره شي او هر ناقانونه اتباع باید بېرته راستانه شي، البته، دا بېرته راستنېدل به د قانوني پروسیجرونو او انساني وقار سره ترسره شي. هغه زیاته کړه، چې د افغان اتباعو له ټولو لوی شمېر د خراسان رضوي پولې له لارې وتلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان به د روان کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه د افغان اتباعو د اېستلو پروسه پیل کړي.

- Advertisment -spot_img