په ننګرهار کې سرچینې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې څو هټۍ له هغې وروسته وتړلې چې د دې دلې د بیرغ له لګولو یې ډډه وکړه. سرچینو ویلي چې طالبانو د جلالاباد ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۶۰ هټۍ تړلې دي. د سرچینو پر وینا، طالبانو له هټیوالو غوښتي وو چې د دوی د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت پر خپلو دوکانونو بیرغونه نصب کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په زور له کارګرو ماشومانو او زدهکوونکو د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په جشن کې کار اخیستی دی. دې ډلې په بېلابېلو ښارونو کې خپل بیرغونه پر دوکانونو نصب کړي دي. د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه، چې په افغانستان کې دننه مشروعیت نه لري، د دې ډلې له خوا ونمانځل شوه.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)