دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو استبدادي واکمنۍ د ردېدو په اړه له نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو غوښتنه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي او د دې ډلې د رژيم د عادي کولو د هر ډول اقدام پر وړاندې مقاومت وکړي. دغه کارپوهان وايي په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، په خپلو اساسي حقونو له پرله‌پسې بريدونو سره مخ دي. داسې مهال چې نن د اګست ۱۵مې پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو څلور کاله پوره شول، د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو زورواکه او د تاوتريخوالي کوونکې واکمني رد کړي او د دې ډلې د رژيم د عادي کولو لپاره د هر ډول هڅې پر وړاندې مقاومت وکړي. دوی د دې ورځې په تړاو په خپله اعلاميه کې زياته کړې، چې د افغانستان وضعيت جدي دی، خو دا بايد يوه له لاسه وتلې قضيه ونه ګڼل شي او نړيواله ټولنه بايد د دې روايت پر وړاندې چې ګواکې دا حالت د مخنیوي وړ نه ، یا نه بدلېدونکی دی ودرېږي. په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو پر وړاندې د پرله‌پسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي او طالبان، پرته له دې چې مشروعيت ولري، يو تبعيضي او د جنسيت پر بنسټ ظلم‌محور نظام رامنځته کړی، چې په ټکو یې دا د بشريت پر ضد د جنايت او د جنسيت پر بنسټ د ځورونې څرګند مثال ګڼل کېدای شي. دغو کارپوهانو همدارنګه ويلي چې اقدام نه کول د طالبانو ځپونکې واکمني ورځ تر بلې پياوړې کوي. په ورته وخت کې، يو شمېر هغه افغان نجونې چې د طالبانو د بنديزونو له امله له زده‌کړې محرومې شوې دي، وايي د نړيوالې ټولنې چوپتيا طالبان ځواکمنيوي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو د زياتېدونکي ځپنې پر وړاندې بايد له نړيوالو فشارونو او حساب‌اخيستنې نيولې د مدني ټولنې تر ملاتړ، د جنايت په توګه د جنسيتي توپیر په رسميت پېژندلو او د بشردوستانه مرستو تر زياتولو پورې، له دې تولو لارو اقدام وشي. دوی د افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، پر حقونو نقض او د رسنيو فعاليتونه يې محدود کړل او د نړيوالو سازمانونو له خوا د بشري حقونو په پراخو سرغړونو، نيونو، شکنجو او نا قانونه وژنو هم تورن شوي دي.

- Advertisment -spot_img