یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سیګار : طالبان بهرنۍ مرستې پر خپلو خپلوانو وېشي

افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي، طالبان نړیوالې مرستې په زور او د مقرراتو د واک په ګډون د خپلې خوښې سیمو او خلکو ته اړوي، چې دا چاره اصلي اړمنو او لږکیو ته د مرستو رسېدو مخنیوی کوي.
سیګار زیاتوي دا چاره ښايي د ملګرو ملتونو له ځينو کارکوونکو سره په ګډه له قراردادونو د شاتګ یا رشوت غوښتنې لار هواره کړي.
د سرچینې پر وینا، دغه موندنې د نږدې ۹۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي او د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو کسانو له څرګندونو ترلاسه شوې، چې افغانان هم په کې شته.
د سیګار د راپور له مخې یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د مرستو اړولو او لاسوهنې شواهد او کره معلومات شریک کړي،په مرموز ډول وژل شوي دي.
بل لورته بیا د طالبانو ویاند، حمدالله فطرت بشري مرستو کې لاسوهنې رد کړې دي.
فطرت ویلي چې نړیوالې مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او دوی یې د روڼتیا او اړولو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.
د معلوماتو له مخې کله چې طالبان واک ته رسېدلي، نړیوالې ټولنې ۱۰.۷۲ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې یوازې ۳.۸۳ میلیارده ډالره یوازې د امریکا وو.

- Advertisment -spot_img