د غزني ورزشي مسئولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال «B» لیګ سیالۍ پیل شوې دي. د یاد ولايت د طالبانو د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد ویلي، چې په دغو سیالیو کې ګډونکوونکې لوبډلې په بېلابېلو ګروپونو کې لوبې کوي. مجاهد ويلي، چې دا سیالۍ به شاوخوا یوه نیمه میاشت دوام وکړي. هغه زیاته کړه، په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلې د قهرمانۍ لپاره سیالۍ کوي او د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سنایي غزنوي فوټسال لوبډلې له افغان نوین لوبډلې سره لوبه وکړه، چې په پایله کې سنایي غزنوي لوبډلې ۷-۲ بریا خپله کړه. د نوموړي پر وینا، دغه سیالۍ د کال د غوره فوټسال ټیم پېژندنې په موخه پیل شوې دي. ورته مهال، د یادو سیالیو ګډونوال خوښ دي، چې په دغه ولایت کې د «بي» لیګ فوټسال سیالۍ پیل شوې.



