یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ځوانانو نړیواله ورځ او د افغانستان د راتلونکي نسل ننګونې

په داسې حال کې چې د اګست ۱۲مه، په ټوله نړۍ کې ځوانانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، د افغانستان پرځوانانو د سختو اقتصادي، ټولنیزو او پراخو محدودیتونو دروند سیوری غوړېدلی دی. افغانستان، چې له ۶۳ سلنې زیات اوسېدونکي یې له ۲۵ کلونو کم عمره دي، نن د بې‌کارۍ، جبري کډوالۍ، د زده‌کړو محدودیت او د خپګان او ځان‌وژنې د زیاتوالي له څپو سره مخ دی. د افغانستان د ملي احصائیې ادارې د پخواني جمهوري نظام له نسکورېدو وړاندې اټکل کړی و، چې د ځوانانو د بې‌کارۍ کچه له ۳۰ سلنې پورته رسېدلې وه. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا شمېره په څرګنده توګه لوړه شوې ده. اوس په ډېرو ولایتونو کې د کار فرصتونه نږدې په بشپړ ډول له منځه تللي او د کار بازار په ټپه ولاړ دی. د بې‌کارۍ ترڅنګ، د نجونو د زده‌کړو بندېدل او د تعلیمي محدودیتونو پراخېدل د ډېرو ځوانانو هیلې له منځه وړي دي. له همدې امله د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري فشارونو له امله رواني کړکېچ د ځوانانو ترمنځ د ځان‌وژنې شمېر لوړ کړی دی. سیمه‌ییزو سرچینو د خوست، پکتیا، پکتیکا، بامیان، دایکنډي، فاریاب او لوګر له ولایتونو راپور ورکړی، چې په تېرو څلورو کلونو کې د ځان‌وژنې پېښې، په ځانګړي ډول د ۳۰ کلونو څخه کم عمره نجونو او هلکانو ترمنځ، په بې‌سارې ډول ډېرې شوې دي. کارپوهان وايي، د رواني مشورې د خدمتونو نشتوالی، بې وزلي او کورني فشارونه د دې حالت اصلي لاملونه دي. ددې ستونزو ترڅنګ، د “زیکپ” او “ترامادول” په څېر د مخدره ګولیو روښانه کېدونکی اعتیاد هم د ځوانانو لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده. ټولنیز کارپوهان خبرداری ورکوي، که د دې ننګونو د مخنیوي لپاره ژر او جدي پلان جوړ نه شي، د افغانستان ځوان نسل به له یوې سترې ټولنیزې او هویتي کړکېچ سره مخ شي. په دې منځ کې، د افغانستان د ځوانانو د ملاتړ سازمان (STFA) هڅه کړې، چې د ښوونیزو ورکشاپونو، رواني مشورو، د مهارتونو د لوړولو پروګرامونو او د پوهاوي کمپاینونو له لارې د ځینو ستونزو مخه ونیسي. د افغانستان د ځوانانو نړیواله ورځ سږ کال د خوښۍ او هیلې پر ځای، تر بل هر وخت ډېر د ځوانانو د اعتراض او اندېښنې له غږونو ډکه ده؛ یو نسل چې لا هم غواړي ښه راتلونکی جوړ کړي، خو د کړکېچونو او محدودیتونو په منځ کې ډېر ستونزمنه لاره پر مخ لري.

- Advertisment -spot_img