پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان ښځينه کارکوونکو د مرګ ګواښونه څېړل کېږي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د هغو مرګ ګواښونو په اړه رسمي پلټنې پیل کړې، چې د ملګرو ملتونو د ادارو ښځینه افغان کارکوونکو ته په روان کال د مې په میاشت کې استول شوي وو. دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د مستقیم ګواښ قضیه په رسمي ډول تائید شوې ده.
په دې راپور کې چې نن، دوشنبه خپور شوی راغلي، چې په افغانستان کې د یوناما په ګډون، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو، لسګونو ملي ښځینه کارکوونکو ته روښانه پیغامونه استول شوي او خبرداری ورکړل شوی، که خپلې دندې پرې‎نږدي، نو خپل ژوند به لاسه ورکړي.
په ځواب کې، ملګرو ملتونو د دغو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره لنډمهاله امنیتي تدابیر عملي کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو په دې پېښه کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر وړاندې «هېڅ باوري ګواښ» نشته، خو دا یې تائيد کړې چې په دې هکله رسمي پلټنه روانه ده.
راپور همدا راز په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو پر ازادیو د زیاتېدونکو محدودیتونو یادونه کوي: په هرات کې هغه ښځې چې د بشپړ حجاب پرته وې، له بازارونو او عامه ترانسپورت څخه منع شوې دي. په ارزګان کې، ځینې ښځې د چادرۍ پر ځای د حجاب اغوستلو له امله نیول شوې دي. په کندهار کې، ښځینه روغتیایي کارکوونکې یوازې هغه مهال کاري ځایونو ته تګ کولی شي، چې له یوه نارینه سرپرست سره وي او د خپل نسبت رسمي ثبوت ولري.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، پر ښځو د کار، تعلیم او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټولو بشري کارکوونکو امنیت او خوندیتوب تضمین کړي، پرته له دې چې جنسیت په پام کې ونیول شي. نړیوالو ادارو هم د شفافو پلټنو او د ښځینه کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د رغنده اقداماتو غوښتنه کړې ده. اوس مهال ډېری اغېزمنې ښځې د لوړ امنیتي تدابیرو لاندې ژوند کوي، ځکه چې د هدفي تاوتریخوالي وېره لا هم دوام لري.

- Advertisment -spot_img