دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یمن کې د غزې پر ملاتړ زرګونو تنو لاریونونه کړي


د یمن په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو زرو خلکو پرون جمعه په پراخو لاریونونو کې برخه واخیسته، چې موخه یې د غزې د مظلوم ولس ملاتړ او له فلسطیني مقاومت سره د یووالي اعلانول وو. دغه لاریونونه : «موږ د غزې ترڅنګ ولاړ یو… او د دښمن د ټولو دسیسو پر ضد بشپړ چمتووالی لرو.» تر شعار لاندې ترسره شوي دي. لاریونوالو د فلسطین بیرغونه او شعارونه پورته کړي وو او د اسرائيلو پر اشغال، بمبار او وژنو یې غوسه څرګنده کړه. دوی ټینګار وکړ چې غزه یوازې نه ده، او د یمن ولس به تل د فلسطین پر ملاتړ خپل دریځ ته وفادار پاتې شي. مشرانو ویناوالو په خپلو خبرو کې د اسلامي امت له ولسونو وغوښتل، چې د غزې او فلسطین لپاره له هر ممکن ملاتړه کار واخلي، ځکه دا یوازې د فلسطین نه، بلکې د ټول امت قضیه ده.

- Advertisment -spot_img