د ارمنستان او اذربایجان مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کوربتوب د سولې تړون لاسلیک کړ.
دوی د ګډو اقتصادي اهدافو د تعقیب لپاره له متحده ایالاتو سره هم تړونونه لاسلیک کړل.
ټرمپ دوی د “دوو خورا هوښیارو مشرانو” په توګه وستایل، چې تړونونه به یې له لسیزو شخړو وروسته د تلپاتې سولې د ژمنې په توګه په تاریخ کې ثبت شي.
ټرمپ ویلي: “ارمنستان او اذربایجان دایمي اوربند ته ژمن دي، سوداګري به کوي، سفرونو ته به زمینه برابروي او ډیپلوماتیکي اړیکي به پالي، همدا راز به د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي.”
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې هغه به له اذربایجان سره د پوځي همکارۍ محدودیتونه لرې کړي، یو اقدام چې الهام علییف یې مننه وکړه. دا محدودیتونه په ۱۹۹۲ کال کې په اذربایجان باندې لګول شوي وو.
دا اقتصادي تړونونه کولی شي د جنوبي قفقاز په اوږدو کې د ستراتیژیک ترانسپورټ د دهلېز د بیا پرانيستلو لپاره لاره هواره کړي، چې د نولس سوه نویمې لسیزې له لومړیو راهیسې تړل شوې دي.
د دغو تړونونو له مخې د امریکا متحدد ایالتونو ته د اجارې حق ور کړل شوی، چې د ارمنستان له جنوبه تېر شوی اقتصادي دهلېز پسې پراخ کړي.
دا کوریډور، اذربایجان له نخجوان سره وصلوي. دا سیمه د ارمنستان مربوط ده چې دوه دیرش کیلومتره عرض لري. دلته به د ریل کرښه، د ګازو او تېلو پایپلاینونه او نوري فایبر تېر شي.
د دې تړونونو له مخې له واشنګتن څخه نه غوښتل شوي چې د دې ترانزیټي دهېلز د جوړېدو لګښتونه ورکړي، خو د دې پرځای د متحد ایالتونو له خصوصي شرکتونو هیله لري، چې د دې اقتصادي دهلېزونو په پراختیا کې برخه واخلي.
دا تړونونه د سږکال په لومړیو کې باکو ته د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي ستیف ویتکوف تر سفر او د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د خبرو تر ادامې وروسته ترلاسه شول.



