پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ټولې غزې د نیولو لپاره اسرائیلي ځواکونو تیاری

اسرائیل غواړي چې غزه ونیسي. دا پرېکړه تیره شپه د اسرائیل جګپوړیو چارواکو وکړه او فلسطنیانو دستي رد کړه. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو فاکس نیوز ته په مرکه کې ویلي، د ترهګرو د ځپلو لپاره په کار ده چې دا تړانګه په بشپړ ډول لاندې کړو.
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې کابینې د ټولې غزې د نیولو طرحه تایید کړه.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې دا پرېکړه د غزې د جګړې د پراخېدو بله نښه ده. دا جګړه له دوه ویشت میاشتو راهیسې روانه ده. د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو د هوایي او پلیو ځواکونو د بریدونو له امله تر اوسه په لسګونو زره کسان وژل شوي او د دې تړانګې د اکثرو خلکو د بېځايه کېدو سبب شوې دي. جګړو د غزې ډیرې برخې ورانې کړې او دا سیمه اوس له قحطي سره مخامخ ده. د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې په دې سیمه کې به ستر پلي پوځي عملیات پرته له څه شکه چې بشري ناورین پسې پراخ کړي.
د اوس لپاره اسرائیل د غزې له څلورو دریمه برخه نیولې ده. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وړمه ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي ،چې هیواد یې غواړي ټوله غزه ونیسي. نتنیاهو زیاته کړه چې د حماس ډلې د بشپړ ځپلو لپاره دا کار ضروري دی، خو اسرائیل به غزه ونه ساتي، دا سیمه به خوندي کړي او عربانو ته به یې په دې شرط وسپاري چې ډاډ ترلاسه کړي، چې بیا اسرائیل ته د ګواښ سبب نه شي.
حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، په یوې اعلامیې کې د نتنیاهو طرحه رد کړې او ویلي یې دي چې ولس به په غزه کې د اشغال پرضد هڅو ته دوام ورکړي.
د حماس پر وینا د فلسطنیانو پرضد به پراخ تېری داسې اسانه نه وي چې څوک پارک ته ننوځي او پلی پکې ګرځي.
د اسرائیل د صدراعظم دفتر ویلي، چې د دې هېواد پوځ د ټولې غزې د نیولو لپاره چمتو شوی دی.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې دا ویره شته چې د ټولې غزې نیول به د ډېرو فلسطينیانو او شاوخوا شلو تنو ژوندي پاتې شویو برمته وو د وژلو سبب شي، چې له حماس سره دي، چې له دې سره به په نړیواله کچه اسرائیل نور پسې منزوي شي.

- Advertisment -spot_img