ملګرو ملتونو یو وار بیا د افغان کډوالو په بېسارې راستنېدنې اندېښنه ښودلې او د دې سازمان ‘د یو اېن هبيتات افغانستان څانګې’ چارواکو دا د افغانستان لپاره یو پراخ کړکېچ بللی دی. د دې بنسټ یوې چارواکې «سټيفني لووز» ویلي، چې سږ کال د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۲ میلیون ډېر افغانان په جبري او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د دې بنسټ چارواکو ټینګار کړی، چې افغانستان ته د افغانانو په یوځلي پراخه ستنېدنه د دغه هېواد لپاره یو خورا سخت کړکېچ دی. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې یوازې له ایرانه څه باندې یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي او پر دې سربېره له پاکستانه هم د ورځې سلګونه افغانان راستنول کېږي. که څه هم د افغان کډوالو پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو دې پالیسۍ د ملګرو ملتونو او د کډوالو د حقونو نړیوالو ادارو توند غبرګونونه پارولي، خو ایراني او پاکستاني چارواکو بیا بیا د ټولو افغانانو پر اېستلو ټینګار کړی دی. بلخوا د طالبانو حکومت ویلي، چې تر دې دمه یې د راستنېدونکو کډوالو بهیر په ښه ډول مدیریت کړی او د دوی لومړنیو ستونزو ته رسېدنه شوې ده.



