دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د تحريک انصاف ګوند درې مهم غړي له پارلماني دندو ګوښه شوي

د پاکستان ملي شورا د «تحریک انصاف پاکستان» ګوند درې مهم غړي له پارلماني دندو ګوښه کړي دي. د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، عمر ایوب د اپوزېسیون د مشر له دندې لرې شو، زرتاج ګل د پارلماني مشرې په توګه خپل مقام له لاسه ورکړی او احمد چټه د پارلماني مشر د مرستیال له دندې لرې شوی دی. دغه پرېکړه وروسته تر هغې شوې، چې په فیصل‌اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د لاریونونو په تړاو د یو شمېر «پي‌ټي‌ای» مشران تر ۱۰ کلونو بند محکوم کړل. پارلمان همدا راز د یاد ګوند د اووه نورو غړو د ۱۵ کمېټو غړیتوبونه لغوه کړي او یو شمېر یې د کمېټو له مشرۍ هم ګوښه کړي دي. د ترهګرۍ ضد محکمې له دې وړاندې د «تحریک انصاف پاکستان» د ۵۰ مشرانو د نیولو حکم هم صادر کړی و.

- Advertisment -spot_img