شنبه, نوومبر 15, 2025
شنبه, نوومبر 15, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات کې د وسپنې ویلې کولو کارخونې پرانيسته

هرات کې د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت د وسپنې ویلې کولو یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ. د دغې کارخونې مسئول خان‌ګل اسحاقزي تېره ورځ ویلي، دغه کارخونه په ورځ کې د ۱۵۰ ټنه سیخ تولیدولو ظرفیت لري. هغه د وسپنې ویلې کولو د دغې کارخونې جوړولو موخه هېواد ته د تازه بیرته راستنو شویو افغانانو لپاره د کاري زمینې برابرول بولي. د یادونې ده چې دا مهال هرات کې د وسپنې ویلې کولو ۴ کارخونې فعالیت لري. تېره سرطان میاشت کې د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي وو چې دامهال ټول هېواد کې ۶۰۰۰ صنعتي کارخونې په رسمي ډول فعالیت کوي چې ۱۳۵ زره تنو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې. یادې کارخونې د اوړو، مالګې، غوړیو، درملو، وسپنې، سمنټو، فولادو او نورو محصولاتو په څېر ۵۷۰ ډوله توکي تولیدوي.

- Advertisment -spot_img