د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۵ تنه وژل شوي چې ۸۷ کسان یې د بشري مرستو د ترلاسي په لیکو کې ولاړ وو. الجزیرې نن راپور ورکړی،چې په دغو بریدونو کې ۷۷۱ نور بیا ټپيان شوي دي. دغه راز، د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی،چې په سیمه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۱۹۳ تنو ته رسېدلی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې امله د پنځو تنو مړینه ثبت شوې ده. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، هغه راپورونه چې ښيي اسرائیل هڅه کوي غزه په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راولي، د «ژورې اندېښنې» وړ ده. له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ دغو پېښو ته په غبرګون کې ویلي چې د روان وضعیت دوام تر ډېره د اسرائیل له پرېکړو سره تړلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د غزې وضعیت بحراني بڼه خپله کړې او نړیوالو بنسټونو پرله پسې د پراخې قحطۍ او د روغتیايي نظام د بشپړ پرځېدو خبرداری ورکړی دی.



