دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سږ کال اسيايي سياليو کې افغان ورزشکاران ښه ځلېدلي

طالبانو تر ولکه لاندې د المپیک ملي کمېټې رییس د چین په کوربه‌توب له اسیایي سیالیو څخه د ووشو په برخه کې د افغان مډال ګټونکو په ستاینغونډه کې ویلي، چې روان کال افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړيوالو سیالیو کې له ۱۰۰ ډېر مډالونه ګټلي دي. د يادې ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په دغه غونډه کې ویلي، چې په هېواد کې ورزش له بل هر وخت ډېر پرمختګ کړی دي. وثیق زیاته کړې، دا د خوشحالی ځای دی، چې افغان ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې مډالونه کټلي دي. نوموړی وایي چې روان کال افغان ورزشکارانو له بېلابېلو نړيوالو سیالیو څخه له ۱۰۰ ډېر مډالونه تر لاسه کړي دي . همدارنګه په دې غونډه کې د ووشو فدراسیون رییس بلبل‌شاه خالد ویلي، د تېرې جولای میاشتې له ۲۲مې تر ۳۱مې نېټې پورې د چین په شانګهای ښار کې د ټولو اسیایي هېوادونو په ګډون ۱۲م پړاو د ووشو اسیایي سیالۍ ترسره شوي. هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ په درېیو ګټګوریو (نوي ځوانان، ځوانانو او لویان) کې ترسره شوې، چې له افغانستانه په کې پنځو ورزشکارانو برخه اخیستې وه. نوموړي وویل چې په دغو سیالیو کې د نوي ځوانانو په کټګورۍ کې طاها د فورم په برخه کې په دوه جلا سبکونو کې یو د سرو زرو او یو د نقرې مډال تر لاسه کړی دی. د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، اوس د ټول هېواد په کچه له دې کمېټې سره ۱،۳ میلیونه ورزشکاران راجستر دي.

- Advertisment -spot_img