امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې روان وضعیت ترینګلی او اندېښمنونکی بللی او پر حماس یې تور لګولی، چې غزې ته لېږدېدونکي توکي غلا کوي.
حماس تراوسه د ټرمپ د دې ادعا په تړاو کوم غبرګون نهدی ښودلی.
ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي : «غواړم ډاډ ترلاسه کړم چې مرستې د غزې اوسېدونکي ترلاسه کوي.»
د نوموړي پر وینا امریکا دوه اوونۍ وړاندې د غزې اوسېدونکو ته ۶۰ میلیونه ډالر ځانکړي کړي وو، چې په وینا یې، «د دې مرستو هېڅ پایله نهلیدل کېږي.»
د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې منځني ختیځ ته د نوموړي د ځانګړي استازي له سفر څو ساعته مخکې کړې دي.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی استیو ویتکاف به له اسرائیلي چارواکو سره غزه کې د مرستو وېش اړوند د یوې طرحې پر جوړولو او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
په ورته مهال سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د غزې مرکز او سوېل کې د بشردوستانه مرستو وېش مرکزونو ته نږدې ټانکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.



