پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له جدي ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې په سخته خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱.۴ میلیونه ماشومان، د مرګ له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) وايي، افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو د خوارځواکۍ له جدي ناورین سره مخ دی، خو ورته تر ټولو کمه پاملرنه شوې ده.
دغې ادارې په خپل تازه خپور کړي راپور کې، خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ (ویسټینګ) کړېږي او ډېر ډڼګر شوي، چې له دې شمېر ۱.۴ میلیونه یې د مړینې له لوړخطر سره مخ دي.
یونیسف زیاته کړې چې له دې شمېر تر ۸۵ سلنې زیات یې له دوو کلونو کم عمره ماشومان دي.
راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د نفوس له ۵۰ سلنې زیاته برخه، چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان کېږي، بشري مرستو ته به اړتیا ولري، چې له دې ډلې ۱۲ میلیونه یې ماشومان دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، سږکال له اته لکه او ۵۰ زرو زیات ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د شديدي خوار ځواکۍ بيړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې، یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې خوارځواکي دي، وایي د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله یې د درملنې وس نه لري.
د یونیسف دا اندېښنه داسې مهال څرګندوي، چې مخکې یو شمېر سازمانونو له دې ډلې سیف د چلدرن، د روان کال په اپریل میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې په لسو هېوادونو کې، چې افغانستان هم په کې شامل دی، په لکونو ماشومان د بشري مرستو د کمېدو له امله بیړنیو خوراکي موادو ته له لاسرسي بې‌برخې شي.
دغه شان، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د روان کال د جون په میاشت کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو نه نهه یې، چې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان کېږي، د ودې لپاره لازمې خوراکي تنوع ته لاسرسی نه‌لري.
د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ له هغو ۱۵ هېوادونو دی، چې په لوړ شمېر سره په شديدي خوارځوکۍ اخته ماشومان لري.

- Advertisment -spot_img