پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیلو ته د امریکا د نظامي مرستو د بندولو غوښتنه شوې

امریکایي سناتور «برني سندرز» له کانګرس څخه غوښتي، چې اسرائیلو ته دې د امریکا نظامي مرستې بندې شي.  دغه امریکايي سناتور ویلي، چې د امریکا د خلکو مالیې اوس په غزه کې د ښوونځیو پر بمبارولو، د ماشومانو د وږي ساتلو او د غیرنظامیانو د وژلو لپاره کارېږي. برني سندرز همدا راز په خپل بیان کې د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو  او د هغه وزیران «جنایتکار» بللي او له کانګرس څخه یې غوښتي چې نور د هغوی له نظامي ملاتړه لاس پر سر شي.  له دې مخکې هم یو شمېر امریکايي سناتورانو له امریکا غوښتي وو، چې پر اسرائیلو نظامي مرستې بندې کړې، ځکه پر وینا یې اسرائیل په همدې پیسو په غزه کې نسل‌وژنه کوي.  د ویلو ده چې دا مهال غزه له خورا ناوړه وضعیت سره ده او هلته ماشومان او ښځې له لوږې خپل ژوند بایلي.   بلخوا د فرانسې، کاناډا او استرالیا په ګډون ۱۵ هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندلو اعلان کړی او په یوه ګډه اعلامیه کې یې ویلي، چې دوی یا فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی او یا پر دې پرېکړه غور کوي.

- Advertisment -spot_img