جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ايران د امريکا ګواښونو ته سخت غبرګون ښودلی

تسنيم اژانس راپور ورکړی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په وروستیو څرګندونو کې د امریکايي چارواکو ګواښونو ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې ده، که پر ایران خاوره بیا تېری وکړي ځواب یې پرېکنده دی. عراقچي زیاته کړې، چې ایران په خپل تاریخ کې د پردیو پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او داسې ځواب به ورکړي، چې د پټولو نه وي. راپور د عراقچي له قوله کښلي، د ایران یورانیمو غني کول حتمي دي. ایراني چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو پر ایران د بیا بریدونو ګواښ کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي و، که بیا اړتیا شوه پر ایران به بریدونه وکړي. خو ايران د ټرمپ په ځواب کې ويلي، د یورانیمو غني کول یې سوله ییزو موخو لپاره دي، خو امریکا او ملاتړي تور پورې کوي، چې تهران په نږدې وختونو کې د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي او باید د یوې هوکړې له مخې دا کار ترسره شي.

- Advertisment -spot_img