یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امو نهنګانو لوبډلې د شپږیزې ليګ پایلوبې ته لاره ومونده

 امو نهنګان لوبډلې د بست ساتونکو لوبډله په ۵۱ منډو له ډګره بهر کړه او په دې سره یې د روانو سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. بست ساتونکو د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرېکټ جام سیالیو په لړ کې نن سهار د ۱۷مې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د امو نهنګانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. امو نهنګان لوبډلې د بست ساتونکو پر وړاندې د روانې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې او بست ساتونکو ته یې د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه. د امو نهنګانو په ګټه سمیع‌الله شینواري ۴۹ منډې جوړې وکړې. له بلې خوا د بست ساتونکو په ګټه وحیدالله ځدراڼ غوره توپ‌اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. همدراز عظیم ځدراڼ، عبدالرحمن، کریم جنت او بشیر احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. امو نهنګان لوبډلې د یوې غوره توپ اچونې په پایله کې د بست ساتونکو لوبډله په ۵۱ منډو له ډګره بهر کړه او د ۷۷ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه. په دې سره دغې لوبډلې په روانو سیالیو کې پنځمه بریا خپله کړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده. د نن ورځې په دویمه او د شپږیزې په ۱۸مې لوبې کې بند امیر ښاماران لوبډلې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د مس عینک اتلانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

- Advertisment -spot_img