یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې بیا لسګونو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

الجزیرې راپور ورکړی، چط غزه کې د اسرائیلو د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې لږترلږه ۷۱ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، له وژل شویو کسانو څخه ۴۲ تنه هغه مهال د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول، چې هڅه یې کوله د بشرپاله مرستو د وېش له مرکزونو سره نږدې مرستې ترلاسه کړي.
همداراز، تر نظامي بریدونو سربېره، د لوږې بحران هم د خلکو ژوند اخلي؛ روغتیايي سرچینې وایي، چې د غزې د کلابندۍ له امله رامنځته شوې قحطۍ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه پنځه نور تنه مړه کړي دي.
د شمېرو له مخې، د جګړې له پیله تراوسه، لږ تر لږه ۵۹زره او ۷۳۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۴زره او ۴۷۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
غزه کې د اسرائیلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله نږدې ۶۰زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۴۴زره نور ټپیان شوي دي. ګڼ‌شمېر کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه او زرګونه کورنۍ بیا له لوږې سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img