تسنيم خبري آژانس راپور ورکړی، چې د جیشالعدل سره تړلو وسلهوالو د سیستان او بلوچستان ولایت په زاهدان قضایه قوې ودانۍ برید کړ. راپور زياتوي، ترهګریز برید کې د یوې مور او یو کلن ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۳ کسان او مراجعین یې ټپیان کړي دي. همدارنګه، د نښتې په جریان کې، درې وسلهوال بریدګر، چې په ځانمرګو واسکټونو سمبال و د ایران د انقلابي ګارد قول اردو د ځمکنیو ځواکونو لخوا ووژل شو. د ایران دولتي نشراتي ادارې دا راپور هم ورکړی، چې د ژغورنې ځواکونو ټپیان طبي مرکزونو ته لېږدولي او د قضایه قوې کارکوونکي او مراجعین د امنیتي ځواکونو په مرسته له سیمې وتلي دي. د جیشالعدل ډلې د برید مسئولیت په غاړه اخیستی. ایراني چارواکو دا عمل “بزدلانه” وباله او اعلان یې کړی، چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. د یادونې وړ ده چې د سیستان او بلوچستان په سیمه کې ناامني د ایران د نورو برخو په پرتله ډېره څرګنده ده او د اسلامي جمهوریت مخالفې وسله والې ډلې هلته فعالې دي.



