د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د افغان کډوالو په اېستلو جدي اندېښنه ښکاره کړې او له ټولو هېوادونو يې غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان وګړو په زوره ایستل ودروي،ځکه دغه وګړي د نیونې، شکنجې او ناوړه چلند له ګواښ سره مخامخ دي. یوناما په یو بیان کې ویلي، دوی مستند شواهد لري، چې له وروستیو څو میاشتو راهیسې، له ایران او پاکستانه ډېر شمېر ایستل شوي افغانان د طالبانو لهخوا ځورول شوي او د جدي بشري حقونو له سرغړونو سره مخامخ دي. دا راپور یوازې درې ورځې وروسته له هغه خپور شو، چې د ټرمپ ادارې هغه قانوني خوندیتوبونه لغوه کړل، چې افغانان یې له امریکا څخه د شړلو څخه ژغورل. په راپور کې چې له انډیپینډنت The Independent سره شریک شوی، راغلي چې ښځې، نجونې، خبریالان، مدني فعالان او د پخواني حکومت یا امنیتي بنسټونو کارکوونکي که بېرته افغانستان ته واستول شي له ټولو زیات له غچ اخیستنې سره مخ کېږي. یوازې سږ کال تر ۱.۴ میلیونه زیات کسان افغانستان ته بېرته تللي یا شړل شوي، چې له دې ډلې څخه تر یو میلیون زیات له ایرانه ایستل شوي دي. میلیونونه افغانان په ۲۰۲۱ م کال د جولای او اګېست په میاشتو کې، کله چې د ناټو له ملاتړه برخمن حکومت نسکور شو او طالبانو پر کابل ولکه واچوله، له هېواده وتښتېدل. د بشري حقونو د سازمان مشر، فولکر ترک، ویلي: «هېڅوک باید بېرته داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته د خپل هویت یا سابقې له امله د ځورول کېدو خطر ورته متوجه وي.» «په افغانستان کې دا خطر ښځو او نجونو ته تر ټولو زیات دی، ځکه چې یوازې د جنس له امله له پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي، چې دا محدودیتونه د ځورونې بڼه لري.» یوناما یادونه کړې، چې د هغو کسانو بېرته لېږل، چې د شکنجې، ظالمانه یا سپکوونکي چلند، جبري ورکېدو یا نورو نه جبرانېدونکو زیانونو له خطر سره مخامخ دي، د “نه شړلو اصل”(non-refoulement) نقض ګڼل کېږي او دا له نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه د



