ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د لندن ښاروال صادق خان له برېتانوي حکومت غوښتي، چې باید ژر تر ژره فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. له دې وړاندې د برېتانیا درې وزیرانو او لږ تر لږه ۶۰ د کارګر ګوند استازو هم ورته غوښتنه کړې وه. صادق خان ویلي، په داسې حال کې چې ولسي خلک په غزه کې وژل کېږي او بيړنیو مرستو ته اړتیا لري، باید برېتانیا او نړیواله ټولنه پر اسرائیلو فشار راوړي تر څو دغه «بېمانا وژنه» بنده شي. ښاغلي خان ویلي که فلسطینیان پاتې نه شي، نو بیا به د دوه هېوادونو د حل کوم امکان هم پاتې نه وي. د راپورونو له مخې، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر دیوېډ لامي هم د اسرائیلي پوځ وروستي اقدامات «ډاروونکي» بللي او د هغوی د بندېدو غوښتنه یې کړې. په ورته وخت کې، راپورونه ښيي، چې یوازې په وروستیو ورځو کې، نږدې ١٠٠٠ ولسي فلسطینیان د لوږې او قحطۍ له امله په غزه کې مړه شوي دي.



