دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیه کې د را لوېدلې الوتکې ټوټې موندل شوې

د یوې لوېدلې مسافر وړونکې الوتکې ماتې ګوډې، چې ۴۹ تنه په کې سپاره وو د روسیې په لرې ختیځ کې د تیندا ښار ته څېرمه د یوې غونډۍ په لمنه کې موندل شوي دي. د روسیې د بيړنیو حالاتو وزارت نن دغه خبر تائید کړی دی. د پېښې له ځایه د روسیې د د دولتي رسنیو له خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د الوتکې پاتې شوني د یو لوی ځنګل په منځ کې پراته دي او لا هم ترې لوګی خېژي. اینترفاکس خبري آژانس د بیړنیو خدماتو د سرچینو په حواله ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د الوتکې له غورځېدو څوک ژوندی نه دی پاتې شوی. سرچینو ویلي چې د پېښې په سیمه کې هوا مناسبه نه وه. د روسیې د لرې ختیځ ترانسپورتي ادارې ویلي، د ناستې پر مهال له کنټرول سیسټم سره د اولوتکې اړیکې پرې شوې وې. د چارواکو پر وینا، دا الوتکه له بلاګووشچېنسک ښاره چې د روسیې او چین پر پوله موقعیت لري، د تیندا ښار پر لور روانه وه.

- Advertisment -spot_img