د افغانستان د کرېکټ مخکښ ستوری راشد خان له کورني کرېکټ څخه د یوې مودې لپاره د لرې پاتېکېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو ترڅو په شپږیزه لیګ کې برخه واخلي او د سپین غر لوبډلې مشري وکړي. د افغانستان د کرېکټ بورډ مسئولینو اعلان کړی، چې د هېواد د ملي لوبډلې پیاوړی مشهور لوبغاړی راشد خان به یو ځل بیا په کورني کرېکټ سیالیو کې برخه واخلي. هغه د لسم پړاو شپږیزې لیګ کې د سپین غر ټیم د مشرۍ مسئولیت په غاړه اخیستی دی. لوبډله به یې نن د امو نهګنانو لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ته دوام ورکړي. د راشد خان کورنیو سیالیو ته راستنېدل د کرېکټ مینهوالو ته نوې هیله راوړې ده او ډېری یې په دې باور دي، چې د هغه شتون کولی شي د سیالۍ کچه لوړه کړي او ځوان لوبغاړو ته ډېر هڅونه ورکړي. له راشد وړاندې د ملي لوبډلې نور لوبغاړي لکه، محمد نبي، صدیق اتل او رحمانالله ګربز هم هېواد ته راستانه شوي وو. باید وویل شي، چې د شپږیزه کرېکټ لیګ په افغانستان کې د کرېکټ یو له خورا مهمو کورنيو سیالیو څخه دی، چې د هېواد د غوره لوبډلې په ګډون سره ترسره کېږي. د یادولو ده، چې دا سیالۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون دمخه د نوي استعدادونو پېژندلو او ملي لوبغاړو چمتو کولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي. راشد خان د کرېکټ یو نړیوال شخصیت دی، چې په معتبرو نړیوالو لیګونو کې یې هم برخه اخیستې ده.



