یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د راشد خان په شتون کې سپين غر خپله لوبه امو نهنګانو ته وبایلله

امو نهنګان لوبډلې د یوې غوره لوبې وروسته سپين غر پړانګان لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرېکټ جام سیالیو کې یې خپله دریمه بریا ثبت کړه. د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالیو نهمه لوبه، د راشد خان په شتون کې سپین غر پړانګانو او د عظمت‌الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرېکټ لیګ په نهمه لوبه کې نن د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې د سپین غر پړانګان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۱ منډې جوړې کړې او امو نهنګانو ته یې د ۱۲۲ مندو هدف وټاکه. د سپین غر پړانګانو په ګټه زبید اکبري ۴۳ منډې جوړې کړې، له بلې خوا د امو نهنګانو لپاره شرف‌الدین اشرف ۳، قیس احمد، فضل الحق فاروقي او محمد ګل دوه-دوه لوبغاړي بهر کړل. له دې سره افغانستان د کرېکټ مخکښ ستوری راشد خان د کورني کرېکټ څخه د یوې مودې لپاره د لرې پاتې‌کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو، ترڅو په شپږیزه لیګ کې برخه واخلي او د سپین غر لوبډلې مشري وکړي. د یادولو ده چې د دغه لیګ سیالیو کې د لسمې لوبې لپاره د بند امیر ښامارانو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شوې ده.

- Advertisment -spot_img