دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان کې طبیعي پېښو سخت ځاني او مالي زيانونه اړولې

د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره (NDMA) ویلي، چې د موسمي بارانونو له پیل راهیسې په اړوند د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې لږ تر لږه ۲۲۱ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې لخوا نن سه‌شنبه د خپاره شوي نوي راپور له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه، چې درې ماشومان هم په کې شامل دي مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. د مرګ‌ژوبلې له ټولو لوړه شمېره په پنجاب ایالت کې راپور شوې، چېرته چې ۱۳۵ تنه مړه او ۴۷۰ نور ټپیان شوي دي. همدا راز باید وویل شي، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم ۴۰ او په بلوچستان کې ۱۶ تنه مړه شوي دي. د بارانونو د موسم له پیل راهیسې، ۸۰۴ کورونه زیانمن شوي یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۰۰ څاروي مړه شوي دي. په همدې حال کې، په بابوسر ولسوالۍ کې د سېلاب تازه خبرداری ورکړل شوی، چېرې چې د ځمکې ښویېدو له امله له ۱۴ څخه تر ۱۵ پورې سړکونه بند شوي دي. د هوا پېژندنې ادارې د کشمیر، اسلام‌اباد او ګلګت په ګډون په څو سیمو کې د دوامداره بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img