جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ايران پارلمان: پر ايران د اروپايي هېوادونو بندیزونه سيمه کې امنيتي کړکېچ زياتوي

د ایران پارلمان ملي امنیت کمېسیون یوه غړي خبر ورکړی، که اروپايي هېوادونه د ملګرو ملتونو له خوا پر ایران نړيوال بندیزونه ولګوي، نو ایران ممکن له امنیتي ژمنو لاس واخلي. د رویټرز خبري اژانس پر وينا، د یاد پارلمان غړي عباس مقتدايي د ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو ګواښ ته په غبرګون ویلي، تهران ډېر انتخابونه لري، چې یو له هغو د هُرمز تنګي تړل دي. ایراني چارواکي ټینګار لري که د اټومي پروګرام په اړه ورسره مناسب تعامل ونه شي او یا له زوره کار واخیستل شي، دوی به د هُرمز تنګي له لارې د ټرانسپورټي چارو ګډوډولو سربېره له دغه تنګي اروپا ته د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي کې مرسته ونه کړي. د چارو کارپوهان وايي، امریکا چې نفتي توکي له خلیجي هېوادونو پیري د دې تنګي تړل به د واشنګټن سربېره اروپا، چین او د سیمې نور هېوادونه سخت اغېزمن کړي. رسنۍ وايي، هُرمز د ایران او عمان تر منځ یو سمندري تنګی دی، چې د نړۍ پنځمه برخه خام تېل او نور توکي له دې لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

- Advertisment -spot_img