طالبانو کابل ته د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د مشر محمد بن عبدالکریم العیسي د سفر خبر ورکړی دی. د طالبانو د ارګ پر اېکس پاڼه ويلي، چې د دې ډلې د ریاستالوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د هغه هرکلی کړی دی. د دې ډلې پر وينا، ټاکل شوې چې العیسي د طالبانو له رييس الوزراء محمد حسن آخوند سره وګوري. دغه راز د طالبانو ارګ څرګنده کړې، چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر به د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي او د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراجالدين حقاني سره هم وګوري. افغانستان ته د العیسي د سفر موخه لا څرګنده شوې نه ده. له دې وړاندې هم، د اسلامي سازمانونو اړوند چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دغه هېواد وضعيت د قناعت وړ بللی و.



