جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اندونیزیا کې یوه مسافر وړونکې بېړۍ د اور خوراک شوه

سي‌اېن‌اېن د چارواکو له قوله راپور ورکړی، یوې بېړۍ چې سلګونه تنه سپرلي يې درلوده، د اندونیزیا سولاوسي جزیرې سره نږدې سمندر کې اور اخیستی، چې له امله یې د یوې میندوارې مېرمنې په ګډون پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. د راپورونو له مخې، تر اوسه څه باندې ۲۸۰ مسافر او د کښتۍ کارکوونکي ژغورل شوي او د تخلیې هڅې لا هم روانې دي. د راپور له مخې، د ژغورنې په عملیاتو کې ځایي ‌کب‌نیوونکي هم شامل وو، یو شمېر هغه کسان چې د ژغورنې واسکټونه یې پر ځان وو او د اوبو څپو شاوخوا جزیرو ته وړل، ژغورلي دي. د ټپیانو هېڅ راپور نشته او د کښتۍ د کارکوونکو او مسافرو دقیق شمېر لا تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو د چارواکو پر وينا د یادې اورلګېدنې لامل به وڅېړي.

- Advertisment -spot_img