الجزيرې راپور ورکړی، چې د امریکا په لاسانجلس ښار کې د خلکو پر ګڼهګوڼه د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي. راپور کاږي، چې دغه پېښه تېره ورځ د لاسانجلس ښار په «ایست هالیووډ» سیمه کې هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د يو نايټ کلب مخې ته راټول شوي وو. راپور کې راغلي،ښایي د پېښې مهال موټرچلوونکی بېهوښه شوی و؛ ځکه لومړی یې د سړک غاړې ته یو موټر وهلی او وروسته د نايټ کلب مخې ته پر خلکو ورغلی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۳۰ تنه ټپيان شوي او موټرچلوونکی هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)