دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو یو تن مقدساتو ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم کړی

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی ،چې د طالبانو یوې ابتدايي محکمې په پکتیکا کې یو ښوونکی د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په مرګ محکوم کړی دی. د پژواک خبري اژانس په شمول ځینو رسنیو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند سیف‌السلام خیبر له قوله ویلي، چې د پکتیکا ولایت ابتدایه محکمې د جاني خېلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور په مرګ محکوم کړی دی. د باختر خبري اژانس اردو څانګې پر ایکسپانه لیکلي ،چې اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن او محکوم شوی کس یو ښوونکی و. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو تورن کس د نجونو د زده کړو او د عصري زده کړو فعال بللی او ویلي یې دي ،چې پر نوموړي لګیدلې تورونه ښايي نورې انګېزې ولري. که څه هم د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیله ځینې کسان په ورته تورونو بندیان شوي، خو دا به لوموړی ځل وي، چې د طالبانو یوه محکمه مقدساتو ته د سپکاوي په تور یو تن په اعدام محکوموي.

- Advertisment -spot_img