د جي شل هېوادونو د مالیې وزیران نن پنجشنبې په جنوبي افریقا کې راټولېږي څو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د وضعه شویو لوړو تعرفو د ګواښونو او نړیوالو ستونزو په اړه خبرې وکړي. جنوبي افریقا د “یووالي، برابرۍ او دوام تر شعار لاندې د دغې غونډې کوربه دی او د بحثونو ډېر تمرکز به د پانګې پر لوړ لګښت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مالي تمویل چمتو کول وي”. د امریکا د خزانې وزیر سکایټ بسنټ د دویم ځل لپاره د ماليې وزیرانو په دې غونډه کې ګډون نه کوي او پر ځای د واشنګټن استازی مایکل کاپلان دغې غونډې ته ورځي. د راپورونو له مخې، د هند، فرانسې او روسیې د مالیې وزیران هم په غونډه کې نشته. ولسمشر ټرمپ پر وارداتو د لس سلنه نویو تعرفو په وضعه کولو سره په نړۍ کې ستونزې ژورې کړي دي.



